د هند د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر له هغو څرګندونو وروسته غبرګون وښود، چې له روسیې د تېلو د پېرلو له امله یې پر هند د لوړو تعرفو ګواښ کړی و.
وزارت ویلي، هغه هېوادونه چې نیوکه کوي، پخپله له روسیې سره پراخه سوداګري لري، نو د هند په نښه کول بېځایه او ناعادلانه دي.
هند ټینګار کړی چې د خپلو ملي ګټو او اقتصادي امنیت د خونديتوب لپاره به هر اړین ګام پورته کړي.
د یادونې ده، چې ډونالډ ټرمپ د هند له لوري د روسیې د تېلو پېرلو له کبله پر نوي ډیلي تعرفې لوړې کړې او ویلي یې دي، چې دا کار ورت د منلو نه دیږ
په همدې حال کې بیا هند وايي، له خپلو اقتصادي سرچینو به تل ګټه واخلي.