د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسرایلي وزیرانو، مېشتو کسانو د یوې ډلې او د اسرایلي پوځیانو تر څارنې لاندې د بیتالاسرا جومات ته د ورننوتلو وروستۍ پېښه په سختو ټکو غندلې ده.
شریف دغه عمل د اسلام له تر ټولو سپېڅلي ځایونو څخه د یو ځای سپکاوی بللی، چې نه یوازې د اسلامي امت توهین دی، بلکې د بشریت د ګډ وجدان او نړیوالو قوانینو پر وړاندې ښکاره تېری ګڼل شوی دی.
هغه ویلي، د اسرایلو دغه شرموونکي اقدامات نه یوازې د فلسطین د خلکو احساسات ژوبلوي، بلکې په سیمه کې د تاوتریخوالي د پراخېدو خطر هم زیاتوي. شریف خبرداری ورکړی چې دا ډول کړنې کولای شي منځنی ختیځ یو ځل بیا د بېثباتۍ، کړکېچ او شخړو لوري ته بوزي.
د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د بېړني اوربند، د ټولو پوځي بریدونو بندېدو، او د یوه باوري او دوامداره سولېیز بهیر د پیل غوښتنه کړې ده.
شهباز شریف ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړو پر بنسټ باید یوه داسې حللاره وموندل شي چې پایله یې د یو خپلواک فلسطیني دولت رامنځته کېدل وي، چې پلازمېنه یې القُدس شریف وي.