د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د راستنو شویو د لوږې کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي.
دغه پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د رستنو شویو په منځ ښځې او ماشومان تر نورو زیات زیانمن دي.
د خوړو نړیوالو پروګرام همدارنګه ویلي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۳۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري؛ څو د راستنو شویو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د ایران او پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د را اېستلو لړۍ روانه ده.
هېواد ته ډېری راستانه د سرپناه او کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کوي.