د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، حکومت یې پلان لري چې ځینې هغه ناقانونه کډوال، چې په هېواد کې د خطرناکو مجرمانو په توګه پېژندل شوي، دریمو هېوادونو ته ولېږدوي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستیو کې پنځه تنه کډوال، چې ورته وضعیت یې درلود، له امریکا اېستل شوي، خو له څو اونیو وروسته بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته واستول شول.
ټرمپ ویلي، چې د هغه اداره غواړي د هغو کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات وکړي، چې په ناقانونه ډول امریکا ته تللي او هلته مېشت شوي دي.
د ټرمپ د ادارې دغه دریځ له نړیوالو بشري بنسټونو، د کډوالو د حقوقو د فعالانو او ځینو سیاسي څېرو لخوا له نیوکو سره هم مخ شوی، ځکه دوی دا اقدام له نړیوالو بشري اصولو او د کډوالو له حقوقو سرغړونه بولي.