د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لنډې مودې لپاره پر عبدالسلام حنفي لګول شوی بندیز لرې کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لنډې مودې لپاره پر عبدالسلام حنفي لګول شوی بندیز لرې کړ


  • 8 مياشتي دمخه (02/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 192

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه تایید کړه چې له مخې یې د اسلامي امارت د رییس الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي ته د سفر بندیز له لنډمهاله معافیت څخه اجازه ورکړل شوې ده.
دغه معافیت به د ۲۰۲۵ کال د اګسټ له ۱۴مې نېټې تر ۳۱مې پورې د منلو وړ وي.

ویل شوي، چې ملګرو ملتونو نوموړي ته د دې لپاره دا بندیز معاف کړی؛ ترڅو د خپلې درمنلې لپاره دوحې ته سفر وکړي.
امنیت شورا ویلي، چې د دې غوښتنې تصویب د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي امارت چارواکو ته د سفر بندیز معافیت ورکول کېږي.
تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د جولای په میاشت کې،  د کابینې بل غړي، مولوي خیرالله خیرخواه ته هم ورته معافیت ورکړل شوی و، ترڅو د روسیې پلازمېنې مسکو ته سفر وکړي.

 

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټه له ۲۰۲۱ کال راهیسې د اسلامي امارت د حکومت پر یو شمېر لوړپوړو چارواکو د سفر، مالي او نور بندیزونه وضع کړي، خو وخت ناوخته د اړتیا پر مهال استثناوې تصویبوي.