ټرمپ د روسیې پخواني ولسمشر ته: احمقانه خبرې مه کوه

ټرمپ د روسیې پخواني ولسمشر ته: احمقانه خبرې مه کوه


  • 8 مياشتي دمخه (02/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 370

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د پخواني ولسمشر دیمیتري مدوېدیف له پارونکو څرګندونو وروسته امر کړی چې دوه اټومي اوبتلونه دې اړینو سیمو ته واستول شي.
ټرمپ په پیغام کې لیکلي چې دا اقدام یې د "احتمالي خطرونو" پر وړاندې د احتیاط له مخې کړی دی.
مدوېدیف، چې دا مهال د روسیې د امنیت شورا مرستیال دی، د پنجشنبې په ورځ ټرمپ ته خبرداری ورکړی و چې مسکو لا هم د شوروي د وخت اټومي ضربتي وړتیاوې لري.
نوموړي ټرمپ ته ویلي وو: "خپلو خبرو ته دې پام کوه."
د ټرمپ دا اعلان په داسې حال کې شوی، چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې د اوکراین د جګړې له امله ترینګلې شوي دي.
د امریکا سمندري ځواک (US Navy) او د دفاع وزارت د ټرمپ د څرګندونو په اړه له نظر څرګندولو ډډه کړې ده.
امریکا دا مهال ۱۴ د اوهایو کلاس اټومي اوبتلونه لري، چې له دې ډلې ۸ تر ۱۰ پورې تل سمندرونو کې ځای پر ځای وي.
د نړیوالو چارو پوځي کارپوهان وایي، دا یو د ټرمپ له لوري سیاسي غبرګون دی او له دې وړاندې هم د امریکا اټومي اوبتلونه د روسیې پر وړاندې اوبو کې وي، نو دا تکراري حرکت دی.