- 8 مياشتي دمخه (02/08/2025)
- سمسور نیوز
- 185
الجزیرې خبري شبکې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې تېره ورځ (جمعه) د اسراييل په بریدونو کې ۱۰۶ کسان شهیدان شوي دي.
د فلسطین سرې میاشتې ټولنې هم ویلي، اسرایيلي ځواکونو د غزې ښار سوېل لویدیځ کې پر هغو ملکي وګړو برید کړی چې د مرستو لاریو ته په تمه راټول شوي وو او په دغو بریدونو کې ۱۲ کسان شهیدان او ۹۰ نور ټپیان دي.
یوې روغتیايي سرچینې د الجزیرې خبریالانو ته ویلي، نن (شنبه) یو بل کس هم له لوږې مړ شو.
عاطف ابو خاطر، ۱۷ کلن فلسطینی و چې د خوارځواکۍ له امله په الشفاء روغتون کې مړ شوی دی.