ایران کې د افغان کډوالو د اعدام لړۍ؛ نن دوه نور افغانان هم په دار وځړول شول

ایران کې د افغان کډوالو د اعدام لړۍ؛ نن دوه نور افغانان هم په دار وځړول شول


  • 8 مياشتي دمخه (01/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 297

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، دغه هېواد د دوو افغانانو په ګډون ۷ تنه اعدام کړي دي.

هه‌نګاو په یوه راپور کې ویلي، چې دغه کسان د پنج‌شنبې په ورځ (د زمري ۹مه) په عادل‌آباد زندان کې د نشه‌یي توکو په تور اعدام شوي دي.

تر اوسه د دغو دوو افغانانو هویت نه‌دی څرګند شوی.

سرچینه زیاتوي، د نورو اعدام شویو په منځ کې د ایران د لُر، تُرک، عرب او ګیلک قومونو وګړي شامل دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې ایران تېره اوونۍ هم دوه افغانان اعدام کړي وو.

د بشري حقونو ډېری بنسټونه نیوکه کوي، چې په ایران کې په اعدام تورن بهرني وګړي په تېره افغانان مدافع وکیل ته لاسرسی نه‌لري.