سبا د ۱۰زره مېګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک کېږي

سبا د ۱۰زره مېګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک کېږي


  • 8 مياشتي دمخه (01/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 362

 

ټاکل شوې، چې سبا شنبه (د زمري ۱۱مه) د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۱۰زره مېګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک شي. 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه تړون د اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر په شتون کې د اوبو او انرژۍ وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ لاسلیک کېږي. 

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د برېښنا د تولید دا پروژه داسې مهال لاسلیک کېږي، چې افغانستان لاهم د اړتیا وړ لویه برخه برېښنا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.

د شمېرو له مخې، افغانستان په کال کې شاوخوا ۱۴۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري؛ خو اوسمهال یوازې ۴۵۰ مېګاواټه برېښنا له کورنیو سرچینو ترلاسه کېږي.