د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شهباز شریف په بلنه د اګست په ۲ پاکستان ته رسمي سفر کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې سفر کې به د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی هم ولسمشر پزشکیان سره وي.
بلخوا، کابل کې د ایران سفارت ویلي چې ولسمشر پزشکیان افغانستان ته هم د سفر نیت لري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، لا تر اوسه دا سفر رسماً نه دی تایید شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې بل سبا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم اسلام اباد ته سفر وکړي.