نصیب خان: وطن سره مینه زموږ تر ټولو لوی قوت دی

نصیب خان: وطن سره مینه زموږ تر ټولو لوی قوت دی


  • 8 مياشتي دمخه (01/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 375

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان وایي، له وطن سره د افغان لوبغاړو ژور تړاو د ملي لوبډلې تر ټولو لوی قوت دی.

نوموړي د آسیا کرکټ شورا د کلنۍ غونډې پر مهال له کرېکبز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې افغان ستوري لوبغاړي، سره له دې چې د نړۍ په سترو لیګونو کې لوبېږي، خو د شپږیزې لیګ لپاره تل وخت پیدا کوي.

"راشد خان، محمد نبي، نوین‌الحق، ګرباز او حشمت‌الله شاهدي نه یوازې کرکټ کوي، بلکې بشري خدمتونو کې هم بوخت دي. دوی خپلې اکاډمۍ او خیریه بنسټونه لري، او تل د خلکو تر څنګ ولاړ وي."

نصیب خان زیاته کړه، چې دا اړیکه د افغان کرکټ روحیه ده. "دا یوازې د کرکټ خبره نه ده، دا د ولس، خاورو او هویت خبره ده. زموږ لوبغاړي هېڅکله خپل وطن نه هېر وي."

نوموړي وویل، لوبغاړي د کورني کرکټ له لارې ځوان نسل ته الهام ورکوي او دا نه یوازې د میدان، بلکې ټولنې لپاره هم مثبت پیغام لري.