د امریکا سنا؛ پر اسرائیل د وسلو د پلور بندیز په اړه د سندرز پرېکړه‌لیک رد کړ

د امریکا سنا؛ پر اسرائیل د وسلو د پلور بندیز په اړه د سندرز پرېکړه‌لیک رد کړ


  • 8 مياشتي دمخه (31/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 198

د امریکا سنا د سناتور برني سندرز هغه پرېکړه‌لیک رد کړ چې له مخې یې باید اسرائیل ته د وسلو پلور بند شوی وی.

په دې اړه   ۲۷ سناتورانو موافقې او ۷۰ نورو مخالفئ رایې کارولې دي.

له ۲۰۲۴ کال راهیسې دا درېیم ځل دی چې سندرز  اسرائیل ته د وسلو د پلور بندېدو لپاره سنا ته پرېکړه‌لیک وړاندې کوي.

 خو دا ځل بیا ۱۲ ډیموکرات سناتورانو، چې مخکې یې د وسلو پلور ملاتړ کاوه، د بندیز په ملاتړ رایه ورکړې وه.