- 8 مياشتي دمخه (30/07/2025)
- محمد الله همیم
- 393
پیر محمد کاروان پهٔ ۱۳۳۸ه ش کې وزېږېد. د خوست پهٔ نریزه کې یې یو غرنی کلی د خاپوړو وطن و. چې لږ را غټکی شو، او خبرې یې زده کړې. پلار یې مرحوم ( نور محمد) بغدادي سیپاره ور ته واخیسته، لهٔ خچنې ګوتې یې ونیو، د کلي څو سوه کلن چنار سیوري ته یې بوت، او ملا (عبدالقدوس) ته یې کېناوهٔ.
عبدالقدوس سیپاره ور ښوه، کاروان پهٔ وړه ژبه ور پسې تکراروله. او چې کور ته بهٔ راغی، وړې خوږې سترګې بهٔ یې لهٔ خوشالۍ ځلېدې، لهٔ ادې بهٔ یې کلک واړهٔ لاسونه تاو کړل. ادې بهٔ مچو کړ، دهٔ بهٔ زده کړي توري ور ته ویل. وختونه تېرېدل، د همغهٔ ګڼ چنار د څانګو سیوري ته بهٔ ناست و، سبقونه بهٔ یې ویل. چې ژمی بهٔ و، جومات ته بهٔ تلو. لس کلن نه و چې د خدای ج د سپیڅلي کتاب ختم یې وکړ.
کاروان را لوی شوی و، اوس یې پهٔ چنار کې د مرغانو چڼ، چوڼ خواږهٔ حسول. څنګ ته یې ویاله بهېده، شوړا یې خته، باد بهٔ د چنار څانګې خوځولې، د طبعیت لهٔ خوږو سره بهٔ د ناستو ډله ماشومانو د تلاوت غږونه ګډ شول، ازانګې بهٔ یې ختې. یو مازیګر چې دی لا کاروان شوی نه و د سبق ملګري یې لهٔ چا پوښتنه وکړه:
ـ کاروان څهٔ مانا؟
ـ قافله.
دهٔ یې چې ځواب واورېدهٔ، پهٔ ورغوي یې کاروان ولیکل، دې نوم خوند ورکړ. رخصت شو، هلکان کورونو ته لاړل، دی پاتې و، د چنار پهٔ ډډ یې پهٔ واړهٔ چاقو د خپل نوم سره « کاروان» ولیکل، پیر محمد نور کاروان شو.
پهٔ هغو وختونو کې د دوی کلي ته د وخت پاچا ظاهر شاه هم راغلی و. کلیوالو د همدې چنار لاندې دیګونه ور ته باندې کړي وو. شاهان لاړل. د همدې څو سوه کلن چنار لاندې کلیوالي ښوونځی جوړ شو. لیک او لوست یې ور ښودل. دهٔ چې لهٔ پخوا دیني سبقونه ویلي وو، لیکل او لوستل یې ژر زده کړل. میا علي بابا یې د پلار ملګری و، د ورورۍ لاس یې ورکړی و. پلار بهٔ یې چې میا علي بابا ته ورغی، ځانه سره بهٔ یې کتابونه هم را وړل. کاروان بهٔ لوستل، کله، کله بهٔ د کتابونو د منځ کوم انځور پهٔ خیال کې ورک کړ، داسې بهٔ ورک و چې ډېر وروسته بهٔ یې ځان ته پام شو.
د کاروان د ماشومتوب وطن آرام و. ټول موسمونه د مینې وو. د کوچني اختر پهٔ شپه یې ادې لاسونه ور سرهٔ کړل، پهٔ کوچو یې ور غوړ کړل چې نکریزې ښهٔ رنګ وباسي، کاروان راووت. د ډله ماشومانو سره پهٔ کلي کې ګرځېدهٔ، ټولو لاسونه باد ته نېولي وو چې وچ شي. دی چې کور ته راغی، خوب ترې تښتېدلی و، لاسونو ته یې بېړه وه چې ژر سرهٔ وای. ویې مینځل، د کوچو غوړ ترې لاړل، شپه وه نه ښکارېدل، سهار چې را پاڅېدهٔ. لاسونه یې ولیدل، ژړل یې. نهٔ وو سرهٔ شوي. بیا بهٔ ادې پخلا کړ، رومال بهٔ یې ورکړ. دی بهٔ کور پهٔ کور ګرځېدهٔ، خونی یې ټولاوهٔ…
لهٔ ماشومتوبه د شاعرانه خیالونو سره را لویدهٔ، د ښاپیرۍ ورغوي پهٔ کتاب کې( ښاپېرۍ زما همزولې) پهٔ عنوان کې د خپل وړه کتوب خاطره لیکي: « مور مې د کور د دویم پوړ پهٔ کوټه کې را ته ټال جوړ کړی و. زهٔ پهٔ ټال کې زنګېدم، د دویم پوړ د کوټې لهٔ کړکۍ نه بهٔ مې مخامخ غرونو ته کتل. مخامخ غرونه بهٔ هم ځنګېدل. زهٔ نه پوهېدم چې دا غرونه څنګه زانګي؟
کله، بهٔ چې زهٔ لهٔ ټاله را کوز شوم. دوی بهٔ هم ځای پهٔ ځای ودرېدل. یوه ورځ نری، نری باران ورېدلی و. زهٔ پهٔ ټال کې زنګېدم، ناڅاپي مې مخامخ غرونو ته پام شو. د غرونو پر لمن بوډۍ ټال(شنه زرغونه) غوړېدلی و. غرونه ځنګېدل. ما لهٔ ځان سره وویل دا بهٔ د غرونو ټال وي او غرونه بهٔ پهٔ دې ټال کې زانګي. پر غرونو را خوره شنه زرغونه مې د غرونو ټال بالهٔ. »
دهٔ بهٔ نیمه ورځ د چنار د څانګو لاندې پهٔ سبقونو او نیمه ورځ د غواوو او وزو پهٔ څرولو تېروله. د شپې بهٔ یې پلار، ادې او زړې انا کیسې ور ته کولې، د ښاپیریانو، دېوانو، مجنون لیلا، مومن خان او شیرینۍ… دی بهٔ کله، کله د کیسې منځ کې ویدهٔ و، بیا بهٔ یې پهٔ خوب ښاپیریان لیدل. او چې کیسه بهٔ نیمای کې پاتې وه، وختي بهٔ د انا پښو ته ناست و، چې کیسه بهٔ یې نه وه ور ته تېره کړې، پهٔ ښهٔ زړهٔ یې مال څرولو ته نه ایستهٔ. دی بهٔ غونډیو کې ګرځېدهٔ، پهٔ پرونۍ اورېدلې کیسه کې بهٔ یې زړهٔ بند و، ټول رښتیا ور ته ښکارېدل. کله، کله بهٔ یې مجنون او لیلا د نریزې پهٔ غرونو کې لاس پهٔ لاس روان جوړول، کله بهٔ یې پهٔ غونډیو کې پهٔ خیال کې ښاپیریان لیدل، او کله بهٔ یې چې غمجن نقل اورېدلی و، بیا بهٔ مړاوی، مړاوی ګرځېدهٔ. دهٔ ډېر نقلونه اورېدلي وو، د نویو نقلونو تنده یې وه. پلار یې کتابونه ور ته پیدا کړل. دی یې د لوستو لېونی مین و. یو منی چې کلیوالو د دوی انګړ ته د جوارو ګېډي راوړي وو، سپینول یې. پهٔ دهٔ چا کار نه کاوهٔ. کرار یې سیوري ته کېنولی و. «ذتهٔ نقلونه وایه کار مه کوه. » کاروان بهٔ خواږهٔ، خواږهٔ نقلونه ویل، ټول بهٔ ور ته غوږ وو.
د کاروان غږ ډډ شوی و، سبق ته بهٔ چې تلو، پهٔ جېب کې بهٔ یې پټه لینده واچوله، پهٔ لاره کې د انځر ګڼه ونه راتله، مرغۍ بهٔ یې پکې ویشتې. بیا بهٔ لاړ د همغهٔ چنار تر سیوري لاندې یې ګلستان سعدي لوست. استاد مومن خان ور ښووهٔ. یوه ورځ د سعدي یو شعر پکې راغی، استاد داسې ور ته تشریح کهٔ. « عادي خاوره څو شېبې لهٔ ګل سره کېنسته، لهٔ خوشبو ډکه شوه. » کاروان ته یې خوند ور کړ، اول وار و چې شعر یې پهٔ زړهٔ ولګېد، داسې ګومان یې وکړ لکه تنکی زلمی چې نهٔ وي، لوی سړی وي او پهٔ هر څهٔ پوهېږي.پهٔ سبا یې یو جېب ته لینده او بل ته ګاټي واچول. سبق ته روان و، د همغې انځر لاندې ودرېد، د مرغۍ بچی یې پهٔ څانګه ناست و. دهٔ ګلستان پهٔ ونه کې کېښود، لینده یې را ویسته. کش یې کړه، یو دم یې زړهٔ ته د سعدي شعر راغی: « خاوره عادي خاوره وه… » مرغۍ یې و نه ویشته، ور ته ودرېد، د مرغۍ وزرونو د مازیګر د لمر وړانګو ته رونق کاوهٔ، ښکلې غاړه یې وهله، نندارې یې خوند ورکړ، څو شېبې ور ته ولاړ و، بیا سبق ته لاړ. لهٔ هغې وروسته یې مرغۍ نه ویشتۍ یوازې یې نندارې ته درېدهٔ…
دهٔ تر شپږمه همدلته سبق ووایهٔ، بیا د خوست غرغښت لیسې ته لاړ تر لسمه یې هلته ووایهٔ. نور کتابونه یې هم کتل، د پخوا غوندې کیسې یې هم لوستې، چې منظومې بهٔ لیکل شوې وې، لا خوند یې ور کاوهٔ. پهٔ غرونو کې بهٔ چې ګرځېدهٔ، هرې ونې، هر منظر بهٔ د خیال یوه دنیاګۍ ورکوله. مولا! د دهٔ زړهٔ کې د شعر د ځالې لومړني ډکي را زرغونول. ټپې یې زده وې، کله، کله بهٔ چې د غونډۍ پر لمن ناست و، پهٔ ترنم بهٔ یې ویل:
د باغ جوړه طوطیان مې ورک دي
لکه باخه لوړې ژورې لټومه
څو ورځې یې زړهٔ کیسه جوړوله، خو دهٔ نه شوه ویلی، یو مازیګر یې پهٔ سپینه ورقه کې ولیکل:
زما د سوي زړګي واوره یوه خبره
خولګۍ دې سپینه ملغلره
دا د دهٔ لومړنی شعر شو، ور ته خوشال و، ډېر یې تکرار کړ، هر ځل یې پهٔ تکرار زړهٔ هوا کوله، دی لکه نوی چې ګویان شوی وي، تر دې وخته یې ډېرې خبرې کړې وې، خو دا دوه کرښې شعر ور ته ځانګړې خبره وه. کاروان شاعر شو. دهٔ یوه بله ژبه زده کړه. د همغهٔ چنار سیوري ته بهٔ ورغی، لهٔ څانګو سره بهٔ یې غږېدهٔ، د شپې بهٔ لهٔ ستورو ډک اسمان سره لګیا و، لهٔ شاعرۍ سره یې مینه زیاتېده، دی نازک ځوان و، دهٔ د طبعیت ژبه زده کړې وه. هرې منظرې ته، هرې خوا ته بهٔ یې چې کتل، وطن نوی ور ته ښکارېدهٔ، مشاهده یې نوې وه. شیان یې نوي حسول. دی او شاعري یې دواړه تنکي ځوانان وو، د کتابچې ډېرې پاڼې یې ډکې کړې وې، خو چا ته یې نه ښودل. لهٔ لسم ټولګي وروسته د خوست میخانیکي لیسې ته لاړ، د کسبونو ښوونځی و، دهٔ ماشین کاري ولوسته. پهٔ ۱۳۵۶ ه ش کال کې فارغ شو. کابل ته لاړ، کلی پاتې شو. پهٔ یوه فابریکه کې یې کار زده کاوهٔ. څو میاشتې همدلته و، چنار یې یادېدهٔ، خدایزده ولې یې څانګې د دهٔ لهٔ زړهٔ تاو وې، هغه څانګې چې د دهٔ د ماشومتوب ټولې شېبې لکه پاڼې پکې خښې وې. بیا کندهار ته لاړ، هلته یې د رخت پهٔ فابریکه کې دوه کاله تېر کړل.
زړهٔ کې مې روانې د څېړیو دنګې ونې دي
څو کهٔ د پستو جینکو ښار ته مخامخ یمه
کاروان صاحب بیرته کلي ته لاړ. دهقاني یې کوله. پهٔ خپلو پټیو کې بهٔ لګیا و، خو شاعرانه خیالونو یې داسې پهٔ زړهٔ وزر غوړولی و، چې هر چېرې یې د شعر پهٔ موندلو پسې خوږې سترګې اړولې.
دهٔ د ځوانۍ شاعري، کې د جنون د سیند څپې خورې ورې وې. دا سې څپې چې یوازې د یو ځوان زړهٔ کې د احساساتو پهٔ زور د جنون لهٔ سمندره راوځي:
ساقي سوي لوي زړهٔ ته لږ ارام را
چې تش کړی مې یو جام نهٔ وي بل جام را
ستا د زلفو پیچ و خم کې بهٔ څو ګیر یم
یو رنګین غوندې سحر د دې ماښام را
***
ساقي را شه، سور اور مې پهٔ توبې ولګوه
مخمور یمه منګولې پهٔ پیالز ولګوه
ګرېوان دې را ته څېرې کړو خو یوسه دا ډالۍ
د چا ګمنام مزار باندې جنډې ولګوه
***
د زاهد پهٔ کاڼو ژوبل د ساقي پهٔ غېږ کې پروت وای
یا د سرو وینو یو خال وای د تندي پهٔ غېږ کې پروت وای
چا پهٔ څڼو کې ټومبلی چا پټکي کې لګولی
لوغړن سوی بابری وای د کودي پهٔ غېږ کې پروت وای
***
د غزل څڼو کې ګلونه ږدمه
پښتون ماښام ته مشالونه ږدمه
ساقي زما پهٔ تنده مه ځورېږه
زهٔ نورو تږو ته جامونه ږدمه
***
څومره چې لوېدلی د نظر لهٔ زمانو یمه
دومره جګ ختلی د غزل پهٔ منارو یمه
لږ خو مې دا روڼ زړګی د زړهٔ پهٔ سترګو وګورئ
لال یم خو لهٔ سترګو نه پټ شوی پهٔ ایرو یمه
د غنمو پهٔ لو کې بهٔ چې دمې ته کېناست، شعر بهٔ یې د ساړهٔ شبنم غوندې پرې ورېدهٔ. راډیو ګانو ته بهٔ یې هم شعرونه لېږل، هغه وخت یې نوي نوي نظمونه هم ولیکل:
مرور یمه جانانه
شومه اوښکه در نه لوېږم
پهٔ بڼو کې مې را نیسه
رقیبان دې را ته کسي
پرېږده ښکل دې کړمه کسي
پرېږده شونډې در نږدې کړم
پرېږده سترګې دې لمدې کړم
توره شپه مې ده پهٔ مخ کې
پرېږده بلې بلنډې کړم
دی پهٔ خپل وطن او ارمانښار کې خوشال و، خو شورویان راغلل، د کاروان د ځوانۍ عمر د ماشومتوب غوندې ارام نه و، دهٔ پهٔ جنتي وطن کې د دوزخونو لمبې لیدې، زړهٔ یې پرې ورېتېدهٔ. پخوا بهٔ یې د ستورو ډک اسمان لیدهٔ، اوس د ړنګو شویو کورونو دوړو اسمان نیولی و، ستوري یې خپ وو. یو خوا د وطن سوي درمندونه، سوي غرونه، بل خوا د دهٔ پهٔ زړهٔ کې د شعر غوړېدلی ګلبڼ، چې پهٔ خپلو اوښکو یې پڼه کاوهٔ. ژوند یې سخت شو. ۱۳۶۲ ه ش کې پهٔ رزق پسې ایران ته ووت. د کرمان پهٔ ښار کې و، هلته یې مزدوري کوله، چې را بهٔ غی، پهٔ شعر کې بهٔ یې د خپل وطن، چې لهٔ غرونو هاخوا ترې پاتې و، ساندې غږولې. دوه کاله ایران کې و، بیا راغی. وطن همغسې وران کنډر و، هرې خوا بهٔ چې تلو د ګلونو ایرې پر مخه ور تلې. د دهٔ نازک زړهٔ باندې دا امبار دروند و. کلي ته ولاړ، همغه چنار، د دهٔ د ماشومتوب ملګري ته ورغی، پاڼې یې سوې وې، څانګې یې ماتې وې. دی چې کوم سیوري کې سبق ته کېناستهٔ، هلته د چنار د ډډ ایرې پرتې وې. دلته بمبار شوی و، د چنار څنګ ته د رڼو اوبو حوض وچ و، دی چې ایران کې و، همدې حوض ته یې ترورزي او خپلوان راغلي وو، ناست وو د الوتکې لهٔ وزرونو اورونه پرې وورېدل. لوپټې یې وسوې، پیغلې نجونه مړې شوې. ماشومان یې د خاورو لهٔ ډېري لاندې کړل. د چنار پر څانګو کې د بدنونو ټوټې خښې شوې. کاروان پهٔ لمدو سترګو چنار ته کتل، خپلوان او ملګري ور یادېدل چې اوس هدیرو کې وو. دا درد ډېر لوی و، د زړهٔ مراندې یې ور ولړزولې.
دي تاندې چینې وچې چرته تللي چنارونه
شنهٔ غرهٔ زموږ چینې لرلې کلي چینارونه
چڼ، چوڼ پکې چوپ، چوپ دی د کوچنیو چوڼ چوڼکو
راځئ چې غچ یې واخلو چا وژلي چنارونه
وطن کې مې د غم نغارې چا وډنګولې
کاروان خو پر ځای پرېږده، کوچېدلي چنارونه
کاروان صاحب کنډر، کنډر وطن، او د خپل زړهٔ مات ګلدان ته کتل، د سپېرو چاودو شونډو شاعرانه دعا ور پاتې وه، چې دردونه ووايي، اورونه ووايي:
عشقه زما زړهٔ کې د شعرونو تخم وکره
دې سوي چمن کې د ګلونو تخم وکره
ډک مې کړه لهٔ مالګې پرهرونه چې خوب را نهٔ شي
ستوني کې مې خوږ د سرودونو تخم وکره
***
سپرلیه لږ خو را شه، ستا یادونه را نه هېر شول
زخمونه مې ډېر ولیدل ګلونه را نه هېر شول
د ورېت احساس پهٔ غېږ کې مې کاروان د سلګو پروت دی
آشنایه د خندا ډک غزلونه را نه هېر شول
***
اختر راتلو، خو د دهٔ د ماشومتوب غوندې نه و:
اختر خو خاندي پهٔ کټ، کټ تیریږي
خو دا زمونږ نه ولې پټ تیریږي
شنو ترانو ته یې لږ صبر وکړئ
کاروان پهٔ اور کې لټ پهٔ لټ تیریږي
اوښان یې واخیستل، لهٔ غرونو یې ها خوا ته بیول، د کلیوالو بارونه بهٔ یې کله، کله لهٔ سرحده واړول. دهٔ بهٔ بیرته د اوښ غاړه را کږه کړه، او چې موقعه بهٔ وه، د بوړي ټوپک سره بهٔ سنګر ته وخوت. دی شاعر و، پهٔ ګوتو کې یې نغمې ویدې وې، خو شورویانو یې وطن، خیال او ارمان نړولی و، چې پهٔ مور چه کې ناست و.
کله چې وطن لهٔ شورویانو ازاد شو، کراري شوه. د
۱۳۶۹ ه ش وروستیو کې پیښور ته لاړ. د ازاد افغانستان د لیکوالو ټولنې غړی شو. دهٔ هلته د خپلواکۍ پهٔ مجله کې کار شروع کړ، بیا یې د وفا پهٔ نوم جریده خپروله. هغه وخت پهٔ کمپیټرونو کې پښتو نه وه. پهٔ بله ژبه یې لیکل کول او وروسته بهٔ یې چې چاپ کړل، همغه لیکل بهٔ یې پر قلم پښتو کول. ( ټ، ړ، ژ، ږ، څ… ) بهٔ یې ور اچول. زړهٔ یې ور سره خوړلو.
لهٔ دې شیانو سره اشنا و، ځکه خو پهٔ امتحان کې کامیاب شو او پهٔ ۱۳۷۳ ه ش کې د (نوي کور نوي ژوند) ډرامې ته راغی. دهٔ دا ډرامه فارسي او پښتو برخه سموله، لږ و ډېر کار یې چې وکړ، بیا د همدې ډرامې لیکوال شو. وروسته یې ډیالوګ هم دهٔ سماوهٔ. دهٔ شل، یا دوویشت کاله همدې ډرامه او دفتر کې کار وکاوهٔ.
د پیښور د وختونو شاعري، یې د جلا کیف او سرور خبرې کوي:
خاونده داسې وخت بۀ پۀ نږدې موده کې راشي؟
چې پورته افغانۍ وي او کلداره ښوېدلې
***
شیطان مې لمسوي چې لۀ روزګاره واخله لاس
راتاو یې کوه لۀ یاره لۀ بل کاره واخله لاس
چې هیڅ پکې ټیټ نۀ شې سر تر داره رسوه
لۀ سستو ګناهونو ګناهګاره واخله لاس
***
دا سر مې د جانان غمونو دومره دی دروند کړی
پۀ یوه ټالۍ بۀ وګورئ چې دار ماتوي
***
زړۀ مې یو بدرنګ هم نۀ شي ځایولی
پکې ځای شول کۀ د ښکلو کلي راغلل
ستا لېمۀ هم دمه ځای د کاروان بویه
دلته ډېر لۀ خپله ځانه تللي راغلل
***
څۀ له ښکلوې راباندې پښې د زیارتونو
خدای خو دې پۀ خامه بهانه راسره یار کړه
د دهٔ چنار هېر نه شو. لکه د ماشومتوب یوه خوږه لوبه داسې یې پهٔ روح و روان کې رسم و. ماتې څانګې یې، او پر پاڼو یې د وینو خاپونه هغهٔ درد و، چې دهٔ د زړهٔ پهٔ وینو کې کړکی رنګاوهٔ، بیا یې شعر لیکهٔ. د چنار داغ یې تر ډېره پهٔ زړهٔ کې پاتې شو، خو دی هنرمن و، لهٔ داغه یې رنګ، لهٔ ساندو یې نغمې جوړولې. ملګرو یې ویل: « څو ورځې بهٔ مو چې کاروان صاحب لیدهٔ، ځان سره بهٔ غږېدهٔ، پهٔ ځمکه یې قدم نه تم کېدهٔ، اوتر، اوتر بهٔ روان و. موږ فکر وکړ چې ناروغي ور ته لګېدلې. خو داسې نه وه، هغه پهٔ دې ورځو کې چنار خبرې کوي نظم لیکهٔ. چې ویې لیکهٔ، روغ شو. »
کاروان صاحب د ژوند لوړې ژورې ولیدې، لهٔ ماشومتوب د یو رنګین خیال سره را لوی شو، شعر د دهٔ پهٔ زړهٔ کې یوه نایابه عاطفه را وټوکوله، چې دې عاطفې او زړهٔ خوږۍ ښکلی شخصیت ور کړ. دی لوی شو، خو پهٔ روح و زړهٔ کې یې لا همغه ماشومه عاطفه وه. دی د شعر د وجود غوندې نازک دی، ټول وجود یې تهٔ وا زړهٔ دی. وايي: « لهٔ خدای ج وروسته د خپل شعر نه ډېر وېرېږم. زهٔ وایم کهٔ بد ووایم، بدګړه وکړم شعر بهٔ مې خراب شي. »
دی شعر او هنر سره د لسیزو ملګری پاتې شوی. خپل دا ملګری ښهٔ پېژني: « مینه ډېر لوی محرک دی، هر هنر او مسلک سره د معشوق غوندې چلند، همغه هنر عروج ته رسوي. » پهٔ یو ازاد شعر کې وايي:
تهٔ معشوقه هم لرې؟
ووایه نوم یې څهٔ دی؟
ما وې زما معشوقه شعر نومېږي
د مور لهٔ مینې ان د خدای تر پولې
ور سره مینه کوم
آسمانه تهٔ ووایه!
داسې عاشقه معشوقه بهٔ هم وي؟
چې لکه شعر خوږه وي
د مور لهٔ مینې ان د خدای تر پولې
را سره مینه وکړي
دهٔ د خپل شعر سره پهٔ مقدسه مینه زړهٔ تړلی دی. کله، کله چې پهٔ خپل زړهٔ کې وګوري، داسې یې تعریفوي. « ما ته ژبه ونه ښکاري، او شعر د دې ونې ګل دی. چې خوشبو، حسن او ښکلا پکې ده. میوه او خوند پکې پټ دی. » دی د طبعیت شاعر دی. وايي: « طبعیت د خدای د جمال او جلال غوړېدلی کتاب دی. هر څهٔ ته چې د شعر پهٔ نظر وګورې، د هنر لهٔ زاویې یې وګورې، هر څهٔ کې یې پیدا کولای شې. د خلکو پهٔ خبرو کې هم شعر شته، د چا موسکا… پهٔ دردونو، کړاوونو، ناهیلیو دې ټولو کې شعرونه دي. »
کره کتونکي چې لهٔ شاعره کومې غوښتنې لري، د کاروان صاحب غوندې شاعران تقریبً پهٔ ټولو لاس بری وي. دوی ته ځکه لوی شاعران وايي چې خپله ژبه او پهٔ شعر کې چې مزل کوي خپل پل یې جوړ کړی وي. موضوعات او خبره یې داسې وي چې یا نوې وي، او یا پهٔ زړو کې نوې نظاره وي. چې یو نوی تصویر یې جوړ کړی وي. د کاروان صاحب پهٔ شعر کې دا ټول موندی شو. او چې لټ پهٔ لټ یې اړوې یو عالم نورې ښکلاوې سترګکونه پکې وهي. کاروان صاحب پهٔ دې نظر دی چې د ژوند هره شېبه، ساعت، ورځ، کال… د شعر، ژوند، مینې… لپاره ډېر څهٔ لرلی شي.
دی هند ته سیمینار ته تللی و. د مازیګر د لمانځهٔ وخت و، راوتی و شاوخوا یې ټول مندرونه لیدل، نږدې و چې لمونځ ترې قضا شي. اخر یې جومات موندلی و، زړهٔ یې پرې خوږ شوی و، بیا یې دا شعر ویلی و چې:
ګرځم پهٔ جومات پسې مندر پهٔ مخه را شي
لمونځ د قضا شوي مازیګر پهٔ مخه را شي
سعودي ته حج ته تللی و، د خوږ نبي صلی الله علیه وسلام د وطن دیدار، دا لفظونه ور کړي وو:
بختور تر بختور ومه څو ورځې
کلیوال د پیغمبر ومه څو ورځې
پهٔ اذان د مدینې مې زړهٔ روښان و
زهٔ لهٔ ستورو نه هم بر ومه څو ورځې
دی چې کابل ته راغی. پهٔ سپوږمۍ راډیو کې یې د (سپوږمۍ کړنګ) خپرونه وړاندې کوله. ( یو کلی زر غږونه) ډرامه یې لیکله چې ازادۍ راډیو خپروله. او پهٔ دعوت پوهنتون کې یې د شرعیاتو پوهنځی هم وايهٔ، پهٔ ۱۳۹۲ ه ش کې فارغ شو. بیا خوست ته ولاړ، دا ډېر کلونه د تڼیو پهٔ توره وړۍ کې اوسي. نن و سبا یې عمر لهٔ ۶۶ کالونو اوړي. خو پهٔ ژبه یې همغه نغمه ده چې:
د زوړوالي غم بهٔ نه کوې کاروانه
محبت بهٔ دې پهٔ دوه ورځو کې ځوان کړي
اوس ډېر نهٔ ښکاري. وايي: کله، کله هنر ته څنډه نیول ښهٔ وي. حلوت لکه ښکاري چې ښکار ته ناست وي. وخت او شېبې ډېرې پهٔ لاس ورځي. » ډېر وخت یې کورنۍ، کتابونو او ملګرو سره تېرېږي. او وطن ته دعا کوي چې: « الله دې دا وطن پهٔ علم، تهذیب هنر او حکمت جوړ کړي. کرکه لکه خړ سېلاب پهٔ دې وطن راغلی و، اوس یې اوبهٔ ورو، ورو رڼې کېږي. اخر بهٔ د افغانانو زړونه لکه اوښکې داسې راڼهٔ وي. »
لهٔ ماښامه تر ماښامه. » یې د شعرونو اول کتاب و. ( له نرګسه تر نر ګسه ) او (غرهٔ ته روان سړی ) یې د نثر ټولګې ده. نغمه زېږدې زمانې یې د ټولو چاپ شعرونو ( لهٔ ماښامه تر ماښامه، چنار خبرې کوي، زر زري وزرې، یو زرغون د نغمو سیند، د ښاپېرۍ ورغوی… ) مجموعه ده.
د کاروان شعر پهٔ افغان وطن کې داسې خور وور دی چې د لسیزو بادونو ټول نه کړ بلکې لا یې رېښې وکړې، وغځېد، زرغون شو. دا د لوی شاعر نښه ده چې د شاعرۍ پهٔ نازکو اوږو دومره مزل وکړای شي، او داسې مزل لکه د ګلونو ونې چې روانې وي، پهٔ هره لاره چې تیریږي وږمې یې پاتېږي.
کاروان د خپل شاوخوا یو داسې انځور ګر شاعر دی. چې پهٔ شعر کې یې موسیقۍ لښتي کړي. خوږه ښکالو کوي. د دهٔ لهٔ زړهٔ چې هره خبره راوځي، د مینې، صمیمیت، ښکلا، عاطفې… پهٔ پرده کې وي. کاروان خپله شاعري هیڅ وخت بې پردې نه کړه. هر وخت خپلې تقاضاوې لرلې، خو دهٔ پهٔ هر موسم کې د زړهٔ خبره وکړه. پهٔ ډېرو ترخو وختونو کې هم د دهٔ د شعر ژبه تر خه نه شوه. د زړهٔ پهٔ وینه کې یې مینه ور کړه.
دی خپل او د بل هغه شعر خوښوي چې: « اخلاص، صمیمانه انځور ګري، خیال پهٔ داسې احساس راوړل شي چې د اهل ذوقو د زړونو مراندې شرنګولی شي. »
د نظم، ازاد شعر او غزل شاعر دی. وايي: « موضوع چې پهٔ زړهٔ او خیال کې ګرځوم، ناڅاپي غوندې یې چوکاټ هم را شي. » وايي: « د شپې چوپه چوپتیا کې شعر ته ډېر جوړ وم. »
د دهٔ پهٔ شعرونو کره کتونکي ډېر بحثونه لرلی شي.
د دهٔ هر وخت همدا پیغام وي چې: « د خدای مینه زړهٔ ته واچوئ او د همدې مینې پهٔ رڼا کې لهٔ کورنۍ، ملګرو، خپلوانو وطنوالو او ټول وطن سره مینه وکړئ. »