منصور: د پاشدان بند چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې

منصور: د پاشدان بند چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې


  • 8 مياشتي دمخه (23/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 311

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، عبداللطیف منصور وایي، د پاشدان بند چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې منصور په هرات کې د پاشدان بند چارو له بهیر لیدنه کړې او مسوولینو ته یې اړینې لارښوونې کړې دي. 

د نوموړي په خبره، د دغه بند پاتې چارې به یې هم ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې پاشدان بند د ۵۴ میلیونه متره مکعب اوبو زېرمه کولو، دوه میګاواټه برېښنا تولید او ۱۳ زره هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبولو وړتیا لري.