نن په کابل کې افغان ټرانس پروژه لاسلیک کېږي

نن په کابل کې افغان ټرانس پروژه لاسلیک کېږي


  • 9 مياشتي دمخه (17/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 236

ټاکل شوې چې نن غرمه د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي کابل ته راشي.

‏د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس ضیاء احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د یاد پلاوو ترمنځ به د افغان ټرانس امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژې هوکړه‌لیک لاسلیک شي.

تکل زیاتوي، چې یاد پلاوي به همدارنګه په دوو اړخیزو او درې اړخیزو غونډو کې هم ګډون وکړي. 

د تکل په وینا، د اوزبکستان په پلاوي کې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر سره د ټرانسپورټ وزیر او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د رېل پټلۍ وزیر ملتیا کوي.

د یادونې وړ ده چې افغان ټرانس پروژه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د نښلېدو او د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره طرحه شوې ده.

تمه کېږي، چې دغه پټلۍ به د سوداګرۍ یو لنډ او اقتصادي مسیر برابر کړي چې د سیمې د سوداګریزو راکړو ورکړو په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.