برېتانیا: دپاکستان پر هوایي شرکتونو پنځه کلن بندیز پای ته ورسېد

برېتانیا: دپاکستان پر هوایي شرکتونو پنځه کلن بندیز پای ته ورسېد


  • 9 مياشتي دمخه (17/07/2025)
  • سمسور نيوز
  • 263

د برېتانیا حکومت دپاکستان پر هوایي شرکتونو لګول شوی پنځه کلن بندیز ختم کړ او د دې کار لامل یې د یاد هېواد هوایي خوندیتوب په معیارونو کې ښه والی ښودلی دی.

 

  د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخي د برېتانیا حکومت نن ورځ( چهارشنبه سرطان ۲۵) خبر ورکړی، دپاکستان پر هوايي شرکتونو لګول شوی بندیز یې لرې کړی او یاد شرکت سر له نن کولاشي چې برېتانیا ته خپلې الوتنې پیل کړي.

 

   راپورنو کې راغلي، یاد بنذیزنو ورسته له هغي لګول شوې و چې په ۲۰۲۰ کال کې کله دپاکستان دهوایي چلند پخوانې وزیر غلام سرور خان اعلان وکړ چې دهېواد نږدي دریمه برخه پېلوټان یې جعلی اسناد لري.

 

 برېتانیا کی دپاکستان سفېر ویلي((دا پرېکړه دبرېتانیا د هوایي خوندیتوب کمېټې او دپاکستان ملکي هوایي ادارې ترمنځ دپراخو اړیکو او همکاریو پایله ده.))

 

نوموړې زیاتوي که څه هم پروازونه وخت نيسي چې بېرته پیل شي، خو زه دیو پاکستاني شرکت سره خپل هېواد ته دسفر هيله مند یم. 

 

دپاکستان دولتي شرکت PIA پر اېکس لېکلي، هڅه کوي ژر تر ژر الوتني بیا پیل کړي او پلان لري چې په اوونۍ کې درې الوتنې داسلام اباد څخه مانچسټر او لندن ښارونو ته ترسره کړي.