د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې سبا پنجشنبه (د چنګاښ ۲۵مه) په نورستان، کونړ، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې په لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلو مترو پورې وي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې هر کال د بارانونو او سېلابونو له امله لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، سلګونه استوګنیز کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړېږي.
په وروستیو ورځو کې ورښتونو او سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.