د سالنګ لویه لاره د زمري له لومړۍ نېټې د باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي

د سالنګ لویه لاره د زمري له لومړۍ نېټې د باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي


  • 9 مياشتي دمخه (16/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 324

د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنګ لویه لاره د روان کال د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د بیارغونې د پاتې چارو د بشپړولو او د کار د چټکتیا په موخه د باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یوازې هغو کوچنیو باروړونکو موټرو ته به د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، چې له جنوبي سالنګ څخه د بدیل مسیر له لارې تګ کولای شي. 

نوموړی زیاتوي چې مسافر وړونکي موټر به کولای شي په ۲۴ ساعته بڼه له بدیلې لارې تګ راتګ وکړي.

د یادونې وړ ده چې د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې په ۱۴۰۲ همجري لمریز کال کې په درېیو برخو کې پیل شوې چې د چارواکو په وینا، د روان کال تر پایه به بشپړې شي. 

سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو ترانزیتي لارو څخه ګڼل کېږي، چې پلازمېنه کابل له ۹ شمالي او شمال ختیځ ولایتونو سره نښلوي.