په ننګرهار او کونړ کې له ۲زرو زیاتو کورنیو بې‌ځایه شویو سره مرسته شوې

په ننګرهار او کونړ کې له ۲زرو زیاتو کورنیو بې‌ځایه شویو سره مرسته شوې


  • 9 مياشتي دمخه (16/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 194

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) وایي، چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې یې له ۲زرو زیاتو زیانمنونکو کورنیو بې‌ځایه شویو سره اړینې مرستې کړې دي.

یادې ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه مرستې د چین د پرمختیايي ادارې (CIDCA) په مالي ملاتړ ترسره شوې دي.

سرچینې د دغو مرستو د ډول په اړه جزیات نه دي خپاره کړي. 

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د وروستیو کلونو جګړو، اقتصادي بې‌ثباتۍ، اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له کبله میلیونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې په ۱۵مه نېټه په یوه راپور کې ویلي وو، چې افغانستان لا هم له یو میلیون زیات داخلي بې‌ځایه شوي کسان لري.