د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وايي، د کډوالو را اېستل کېدو د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت اغېز کړی دی.
عبدالکبیر له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو کډوالو ته د کارموندنې کمېټې په نوبتي غونډه کې ټینګار کړی چې د کارموندنې په موخه باید د راستنو شویو له مهارتونو او زدهکړو ګټه پورته شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر عبدالمنان عمري ویلي چې یو شمېر راستانه شوي کسان ادارو ته د دندو په موخه معرفي شوي دي.
په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې راستنو شویو کډوالو ته به د کوچنیو کاروبارونو پر رامنځته کولو تمرکز وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ زرګونه تنه راوباسي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې له دغو هېوادونو ۱،۴ میلیونه افغان کډوال را اېستل شوي دي.