اروپایي ټولنه: افغان نجونو ته باید د محدودیتونو پر ځای فرصتونه برابر شي

اروپایي ټولنه: افغان نجونو ته باید د محدودیتونو پر ځای فرصتونه برابر شي


  • 9 مياشتي دمخه (15/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 224

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې افغان نجونې له شته فرصتونو د استفادې وړتیا لري او باید د محدودیتونو پر ځای ورته فرصتونه برابر شي.

یادې استازولۍ د ځوانانو د مهارتونو نړيوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو زده‌کړو، مهارت او کار ملاتړ کوي.

اروپايي ټولنه زیاتوي، په افغانستان کې پر هغو مهارتونو پانګونه کوي چې ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځ‌ته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز لګېدلی دی. 

اسلامي امارت په وار، وار ويلي چې د مناسبو شرایطو په برابرېدو سره به ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار زمینه برابره شي.