سرپرست حکومت د ولسي شاعر مطیع‌الله تراب پر مړینې خواشیني ښودلې

سرپرست حکومت د ولسي شاعر مطیع‌الله تراب پر مړینې خواشیني ښودلې


  • 9 مياشتي دمخه (15/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 297

د سرپرست حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد د ولسي شاعر مطیع‌الله تراب پر مړینې خواشیني ښودلې ده.

مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د تراب وفات متاثره کړی او له کورنۍ او خپلوانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

مطیع‌الله تراب تېره شپه په خوست ولایت کې د زړه درېدو له امله ومړ. 

ګڼو پښتنو لیکوالانو، شاعرانو او د ادب مينه‌والو د مطیع‌الله تراب پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او دا یې د پښتو ادب لپاره ستره ضایعه بللې ده. 

تراب د خپلو انتقادي او حماسي شعرونو له امله خورا مشهور و.  

د یادونې وړ ده چې د نوموړي جنازه نن دوه بجې په ننګرهار کې ادا کېږي.