ملګري ملتونه: وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي

ملګري ملتونه: وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي


  • 9 مياشتي دمخه (15/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 324

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله رامنځته شوي زیانونه ۱۹ ولایتونو ته پراخ شوي دي.

دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې شمالي سیمې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي.

د سرچینې په وینا، د کرنیزو محصولاتو له منځه تلل، د څړځایونو وچېدل او د اوبو د سرچینو له منځه تلل د کلیوالي ټولنو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. 

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله د اوبو کچه د پام وړ ټیټه شوې ده.  

د افغانستان ډېری خلک په ځانګړې توګه د لرو پرتو سیمو اوسېدوونکي چې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د دغو بدلونونو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي سیمو بې‌ځایه شوې دي.